انصار: (د وری 2مه)، د طالبانو حکومت مسوولین وايي، افغانستان له اروپايي هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړیکې او تعامل غواړي.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ایټالیا له سفیرې «ناتالیاکوینتاویل» سره کتلي او ویلي یې دي چې مونږ غواړو د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ په متقابل درناوي سره اړیکې پراخې کړو.
د سرچينې په وينا، په دې کتنه کې اداري مرستیال ویلي چې په نوی حکومت د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخه نيول شوې، امنيت ټينګ شوى او په دفترونو کې د اداري فساد مخه نيول شوې ده.
د ايټاليا سفيرې په دې کتنه کې ویلي چې ايټاليا او افغانستان تاريخي اړيکې لري او ايټاليا په افغانستان کې ډېرې پروژې پلې کړې او لا هم له افغانستان سره د روغتيا، اوبو او په نورو برخو کې همکاريو ته چمتو ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30695